په داسې حال کې چې بریتانیا او امریکا ویلي چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي ښايي د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین بندیز ولګوي، کریملین وايي، دا کار به ولسمشر پوتین ته نه بلکې ډپلوماټیکو اړیکو ته زیان واړوي.
د کرملېن ویاند دیمیتري پېسکوف پرون چهارشنبه (د سلواغې ۶مه) په مسکو کې وویل، د ولادیمیر پوتین پر ضد بندیزونه به دردوونکي وي، خو له سیاسي نظره ویجاړوونکي نه وي.
پېسکوف همدا راز وویل، له قانوني پلوه د روسیې جګپوړي مشران له روسیې بهر د شتمنۍ او بانکي حساب له لرلو منع شوي دي.

د کریملین ویاند ډیمتري پیسکوف وویل، د ولادیمیر پوتین پرضد بندیزونه به له سیاسي نظره ویجاړوونکي نه وي.
پېسکوف دا خبرې وروسته له دې وکړې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د جنورۍ په ۲۵ مه نېټه په یوه نادر خبرداري کې وویل، پر اوکراین د روسیې د یرغل په صورت کې به په خپله پر ولادیمیر پوتین پر بندیزونو غور وشي.
په دې اړه نور: د روسیې پر وړاندې د امریکا اروپايي متحدان د څه ډول اقدام نیت لري؟د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس هم د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دې ته په ورته اقدام به غور وکړي، وویل: "بریتانیا هېڅ شی نه ردوي."
په همدې حال کې پرون د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د امریکا سفارت په یوه خپور کړي بیان کې امریکایانو ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین نه اټکلېدونکي وضعیت ته په کتو له دې هېواده ووځي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو له کبله ترینګلتیا زیاته شوې ده.
د امریکا سفارت ویلي چې د روسیې د پوځي اقدام له کبله وضعیت نور هم خرابېدای شي.
د امریکا سفارت په اوکراین کې له مېشتو امریکایانو غواړي چې همدا اوس له دې هېواده په تجارتي یا خصوصي الوتکو کې په وتلو غور وکړي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو
د اوکراین د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیچکو هم یوه مرکه کې چې د سکایپ له لارې یې له کرنټ ټایم ټلوېزیون سره وکړه، نه اټکلېدونکي حالت ته په اشارې وویل: "په بیړنیو حالاتو کې موږ د خطر زنګونه لرو چې د ګواښونو په اړه خبرداری ورکوي. موږ به د ټلوېزیون او راډیو په شان ډله ییزو رسنیو ته اړتیا لرو چې د هغو اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړي چې خلک یې باید وکړي."
روسیې په ځلونو رد کړې چې پر اوکراین د حملې نیت لري، خو د لوېدیځو هېوادونو استخبارات وايي چې روسیې د اوکراین جنوبي او ختیځو پولو ته تر یو لک ډېر ځواکونه راوستي دي.