په امریکا کې د تېر حکومت د ډیپلوماتانو بانکي حسابونه تړل شوي

په امریکا کې کپیټل ون بانک

په امریکا کې د افغانستان د پخواني حکومت ځینو دیپلوماتانو ویلي چې رسمي بانکي حسابونه یې تړل شوي دي.

د امریکا غږ انګلیسي څانګې پر خپله وېب پاڼه د دوو دیپلوماتانو په حواله ویلي چې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت او امریکا کې د افغانستان د دوو قونسلګریو حسابونه بند شوي دي.

امریکا غږ سره دغو ډیپلوماتانو د نوم نه ښودو په شرط خبرې کړې دي.

یوه ډيپلومات ویلي، دوی د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته مراجعه کړې، خو تراوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.

دې ډيپلوماتانو دا هم ویلي چې امریکا ورڅخه د چوپتیا غوښتنه کړې ده.

د سیټي بانک مسؤلانو هم چې د افغانستان د سفارت او قونسلګریو حسابونه په کې دي، له تبصرې کولو ډډه کړې ده.