لویدیځ ډپلوماټانو اوسلو غونډه له طالب پلاوي سره وکتل

طالب پلاوی

لویدیځ ډپلوماټان وایي، دوی د ناروې په کنفرانس کې له افغانستان سره بشري مرستې د بشري حقونو د وضعیت په ښه والي پورې وتړلې.

دغو ډپلوماټانو پرون د غونډې په وروستۍ ورځ د بندو دروازو ترشا په اوسلو کې د طالبانو له پنځلس کسیز پلاوي سره وکتل.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر هنریک تونې ( Henrik Thune ) تر دې غونډې مخکې وویل، لویدیځ ډپلوماتان به له طالبانو د پام وړ غوښتنې وکړي او وروسته به یې تعقیب هم کړي چې طالبان یې عملي کوي او که نه؟

معلومه نه ده چې دغو ډپلوماټانو له طالبانو څه غوښتنې کړې، خو ناروې د طالبانو له پلاوي د بشري حقونو او د ټولنې د نورو لږکیو د حقونو ټینګښت غوښتی دی.

دغه کانفرانس ته وربلل شوېو ښځینه فعالانو او د بشري حقونو ملاتړو هم له طالبانو غوښتي چې په عمل کې بشري حقونو او د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حق تامین کړي.