د سیدالشهدا پر ښوونځي برید؛ګوترېش:د جنګي جرمونو په اړه شوې ادعاوې دې وڅېړل شي

په برید کې وژل شوي زده کوونکي

قادر دانش نومی سړی چې کابل په دشت برچي سیمه کې د سیدالشهدا پر ښوونځي په شوي برید کې د وژل شوې ۱۸ کلنې زرغونې تره دی وايي، پر ښوونځي برید جنګي جنایت دی او باید مجرمان یې ونیول شي او عدالت پلی شي.

ښاغلی دانش زیاتوي: "موږ خپل یوزاینۍ عزیزه له لاسه ورکړه. له دولت مو غوښتنه دا ده چې باید دا پېښه وڅېړل شي. عامل یې پیدا شي او د کورنیو لاسنیوی یې وشي. دا د ټولو قربانیانو د کورنیو غوښتنه ده."

د کابل په لویدیځ کې پر سیداشهدا ښوونځي د غويي د اتلسمې نېټې برید هغه مهال په کور دننه او بهر تند غبرګونونه راپارول، وغندل شو او د دغې پېښې د څېړنې غوښتنه وشوه.

خو تازه، د ملګرو ملتونو سرمنشي په جګړو کې د بشري ضد جنایتونو څېړل یو اړین عمل بولي او ټینګار کوي چې هر هېواد باید د جنګي جرمونو د څېړلو او ورته د رسېدو لپاره تر خپل وروستي توانه هڅه وکړي.

انتوني ګوترېش چې د افغانستان په وخت یې تېره شپه ناوخته، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه پرانیستې بحث کې یې خبرې کولې، په افغانستان کې هم بشري ضد جنایتونو ته اشاره وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش په جګړو کې د بشري ضد جنایتونو څېړل یو اړین عمل بولي

هغه د تېرکال په مې میاشت کې په کابل کې د یوه ښوونځي مخته د شوي برید یادونه وکړه چې مسوولیت یې داعش ومانه او په کې نږدې ۹۰ تنه ووژل شول او ۲۴۰ نور ټپیان شول.

ښاغلی ګوترېش وايي، د جګړې ټول ښکېل لوري باید بشرپالو نړیوالو قوانینو ته احترام وکړي: "لومړی باید ټول ښکېل لوري نړیوالو بشرپالو قوانینو ته احترام وکړي. وروستیو کلونو کې د دې قوانینو د نه عملي کېدو برخه کې ډېر اندېښنې لیدل شوي دي. پر ملکي وګړو یا ملکي زېربناوو بریدونه، یا هم بې توپیره بریدونه او د ملکي وګړو څخه د انساني سپر په توګه کار اخیستل منع دي. "

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاتوي، په ښاري سیمو او نورو ګڼ مېشتو ځایونو کې د وسلو کارول د بې‌توپیره جګړې ګواښ لا زیاتوي او تر خوا یې ملکي وګړي په سمدستي او یا هم په اوږد مهالي کې ویجاړونکي زیانونه لیدلای شي.

د انتوني ګوتریش په خبره، همدا اوس د دې ډول بریدونو له امله ډېری قربانیان معلول شوي او یا یې هم جدي رواني زیانونه لیدلي.

هغه د جګړو د پراخېدو له امله د میلیونونو کسانو بې‌ځایه ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه، دې بد حالت د ډېرو خلکو کورونه نړولي او ان له ولږې سره یې مخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې افغانستان د جنګي جرمونو تر ټولو ډېر میراث لري.

مخکې د هاګ نړېوالې محکمې هم په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د جدي څېړنو غوښتنه کړې وه چې د قربانیانو د کورنیو له هرکلي سره مخ شوې وه.

له هغې وروسته چې د جرمونو نړېوالې محکمې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړلو پرېکړه وکړه، اوس په افغانستان کې یو شمېر قربانیان چې د جنګي جرمونو له امله یې قرباني وکړې ددغې پرېکړې هرکلي کوي.

په اوسلو کې د درې ورځنۍ غونډې پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي هم همدا پوښتنه وشوه چې د دوی له‌خوا په شوې جګړه کې څومره ملکیان وژل شوي، خو هغه روښانه ځواب ور نه کړ.

د طالبانو د حکومت ویاند بلال کریمي بیا د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خبرو هرکلی کوي

د طالبانو اوسنی حکومت تورن دی چې په ډېرو ځانمرګو، موټر بم بریدونو او چاودنو کې یې زرګونه ملکیان وژل شوي دي.

خو د دوی د حکومت ویاند بلال کریمي بیا د ملګرو ملتونو د سرمنشي له خبرو هرکلی کوي، خو د جنګي جرمونو بل لوري ته اشاره کوي:​ "موږ هم د دې پلوي یوو. ولې زموږ هېواد اشغال شو. ولې دومره لوی فاجعې په کې وشوې. کلي بمبار شول، ودونه بمبار شول، جوماتونه بمبار شول، د خلکو کور او کلي له خاورو سره خاورې شول. که دا ټول جنایتونه چې د اشغالګرو او د دوی د ملاتړو له خوا زموږ پر هېوادوالو وشول، که دا وڅېړل شي، لوی پرمختګ دی."

له طالبانو سربېره، د تېرې شل کلنې جګړې پرمهال بهرني عسکر او د افغان حکومت پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه هم په یو شمېر پېښو کې په جنګي جرمونو تورن شوي.

په افغانستان کې له تېرو نږدې ۴۵ کلونو ملکي افغانان د روانې جګړې تر ټولو ډېر قربانیان دي.