طالبان: د کابل-جلال اباد لویه لار د موټرو پرمخ پرانیستل شوه

ارشیف، د کابل-جلال اباد لویه لار د ماهیپر سیمه

د طالبانو حکومت د موټرو پرمخ د کابل- جلال اباد د لویې لارې د پرانېستو خبر ورکړ.

پرون سې شنبه (د سلواغې ۵مه) مازدېګر د څلورو بجو خواته د سروبي ولسوالۍ په برخه کې له غره کاڼي ښوئیدلي وو چې لاره ورسره بنده شوې وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر کې لیکلي دي چې له څلورو ساعته هڅو وروسته دا لویه لار د شپې د اتو بجو خواته د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.

تردې مخکې د طالبانو فواید عامه وزارت له خلکو غوښتي و چې د دوی تر راتلونکې خبرتیا دې پر دې لاره سفر نه کوي.

تېره اوونۍ د وریښم تنګي په برخه کې له غره کاڼي پر سړک ښوی شوي وو چې یو موټر یې لاندې کړ او په کې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.