یو پاکستانی خبریال حسین شاه لاهور ښار کې په ډزو ووژل شو

ارشیف،

یو پاکستانی خبریال حسین شاه چې له یوه سیمه ییز ټلوېزیون سره یې کار کاوه تېره شپه د پاکستان په لاهور ښار کې په ډزو ووژل شو.

پولیسو وویل، دوه وسله وال چې پر یوه موټر سایکل سپاره و، پر حسین شاه د لاهور پرېس کلب ته نژدې ډزې وکړې او د پېښې له ځایه وتښتېدل.

د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي صفدر رضا کاظمي وویل، په دې اړه چې نوموړی د چا له خوا وژل شوی؟ څېړنه کوي.

تراوسه چا یا کومې ډلې د هغه د وژلو مسولیت نه دی اخیستی.

د حسین شاه له وژل کېدو وروسته یو شمېر قهر وړو خبریالانو په لاهور کې لاریون وکړ، د هغه وژل یې وغندل او د عاملانو د نیولو غوښتنه یې وکړه.

د پاکستان د خبریالانو ټولنې په ټول هېواد کې د مظاهرو غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې خبریالان له ډېرې مودې راهیسې په حملو کې په نښه شوي.

دا هېواد د خبریالانو د خوندیتوب د نړیوالې کمېټې او د نړیوال معافیت انډېکس له خوا په نړۍ کې نهم هېواد بلل شوی چې په کې په منظم ډول خبریالان وژل کېږي او قاتلان یې ازاد ګرځي.