د کابل هوايي ډګر په اړه ترکیه او قطر طالبانو سره مقدماتي هوکړې ته رسیدلي

د کابل هوايي ډګر

ترکیه او قطر د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د کابل د نړیوال هوایي ډګر د امنیت په اړه یوې مقدماتي هوکړې ته رسیدلي دي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې دا خبره ډپلوماټیکو سرچینو چې له طالبانو سره په خبرو کې ښکېل دي، کړې ده.

د دغو سرچینو په حواله ویل شوي چې انقره او دوحه د کابل د نړیوال هوایي ډګر د امنیتي چوکاټ په اړه موافقې ته رسیدلي، خو د مالي تمویل په ګډون پر یو لړ نورو مسالو خبرې لا روانې دي.

یوې ډپلوماټیکې سرچینې د خپل هویت پټ ساتلو په شرط په انقره کې رسنیو ته ویلي چې له طالبانو تمه ده دا ده چې د کابل د هوایي ډګر شااوخوا او د هغوی چې دننه امنیتي چارې به سمبالوي، امنیت یقیني کړي. هغه موضوع چې ویل کېدل طالبانو ورسره مخالفت کاوه.

د راپور له مخې د قطر دولتي خبري اژانس ویلي، د طالبانو د حکومت یوپلاوی به راتلونکې اوونۍ دوحې ته لاړ شي چې د کابل د هوایي ډګر د فعالیت او د چارو د تنظیم په اړه یې له قطر او ترکیې سره خبري بشپړې کړي.

د طالبانو د حکومت چارواکو د دغه نوي پرمختګ په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې ویلي و چې د کابل په ګډون د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو د فعالولو په اړه له قطر او ترکیې سره په خبرو بوخت دي.