طالبان: نن مازدېګر د کابل – جلال اباد لویه لار تړل کېږي

د کابل - جلال اباد لویه لار د ماهیپر سیمه

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت نن مازدېګر د کابل – جلال اباد د لویې لارې د بندېدو خبر ورکوي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نن سې شنبه (د سلواغې ۵مه) به دغه لاره په سروبي سیمه کې د غرونو په بیړنو څوکو کې د کار کولو له امله د مازدېګر له څلورو بجو د ټرافیکو پرمخ وتړل شي.

د ټولګټو وزارت له ټولو مسافرو غوښتنه کوي چې پر دغه لاره دې تر بلې خبرتیا پورې له سفر کولو ډډه وکړي.