د افغانستان د کرکټ ملي ټیم وروستۍ لوبه هم له هالنډ وګټله

افغان کرکټ لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هالنډ ته د ۷۵ منډو په توپیر ماته ورکړه.

د کرکټ د نړیوالو سیالیو په ترڅ کې نن سې شنبه(د سلواغې ۵مه) د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم وروستۍ لوبه وه چې د هالنډ په وړاندې یې ترسره کړه.

دغه لوبه د قطر د پلازمېنې دوحې په لوبغالي کې د افغانستان له خوا په بیټنګ سره پیل شوه.

د افغانستان کرکټ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۴ منډې جوړې کړې او د هالنډ لوبډلې ته یې د ۲۵۵ منډو هدف وټاکو.

د افغانستان لوبډلې په ۴۲ اور کې د هالنډ لوبډلې ټول لوبغاړي وسوځول او د ۷۵ منډو په توپیر یې ماته ورکړه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک، د لوبو دغه لړۍ چې ټیمونه مستقیماً د کرکټ نړیوال جام لوبو ته لاره مومي، مهمه بولي: "تر اوسه افغانستان د نړیوال جام سیالیو په جدول کې شپږم مقام ته پورته شوی او په ټوله کې افغانستان تراوسه پنځه لوبې یې ترسره کړي دي چې تر دې وروسته به نورې لوبې هم ولري."

ښاغلي هوتک هیله وښوده چې نننۍ لوبه به هم ښه نتیجه ولري.

افغانستان له دې مخکې په نړیوالو سوپرلیګ سیالیو کې د هالنډ له ټیم سره دوه لوبې ترسره کړې وې چې لومړۍ یې د ۳۶ منډو او دوهمه یې د ۴۸ منډو په توپیر له دې ټیم څخه ګټلې وې.