د سره صلیب کمېټې سکرتر جنرال برنټ اپېلانډ کابل ته تللی او هلته یې له طالب چارواکو سره لیدلي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې دا خبره نن په یوه اعلامیه کې کړې.
د اعلامیې له مخې سره صلیب کمېټې سکرتر جنرال ښاغلي اپېلانډ د سرې میاشتې ټولنې له سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي سره کتلي او له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره یې په روغتیايي برخه کې د همکاریو ژمنه کړې ده.
اعلامیه زیاتوي سره صلیب کمېټې دې چارواکي ویلي چې په ۲۰۲۲کال کې د افغاني سرې میاشتې ۴۶ ثابتو کلینیکونو ته د اړتیا وړ هر ډول درمل ورکوي او له افغاني سرې میاشتې سره به د نورو ثابتو کلینیکونو په جوړولو کې رغنده مرکزي رول ترسره کوي.
ښاغلي برنټ اپیلاند ژمنه کړې چې سږکال به د افغاني سرې میاشتې د ټولو کلینیکونو د کارکوونکو معاش ورکوي.