نن په پاکستان کې د سترې محکمې یواځېنۍ ښځينه قاضي عایشه ملک لوړه وکړه

عایشه ملک

نن په پاکستان کې د سترې محکمې د یواځېنۍ ښځينه قاضي عایشه ملک لوړه وکړه.

دا د پاکستان لپاره چې د فعالانو په خبره قوانین یې د ښځو لپاره سخته دي بې ساری اقدام بلل کېږي.

عایشه ملک د امریکا په هاروارد پوهنتون کې درس ویلی او دوه لسیزه یې د پنجاب په عالي محکمه کې د قاضي په توګه دنده مخته وړې.

د پاکستان د سترې محکمې د غړې په توګه د هغې ټاکل کېدو وار دمخه د یو شمېر مذهبي ګوندونو او ځینو قاضیانو غبرګونونه پارولي وو.

قاضي عایشه ملک هغه وخت مشهوره شوه چې تېرکال یې په لاهور عالي محکمه کې د ښځو د پېغلتوب یا ورجېنېټي طبي معاینه لغوه کړه او دا یې سپک کار وباله ځکه د هغې په خبره په دې عمل سره د جنسي تېریو ښکار شویو ښځو او د تورنو ښځو عزت ته زیان اوړي.