کرکټ؛ سبا د افغانستان او هالنډ د درېیو نړیوالو یو ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه ده

د افغانستان او هالنډ لوبه

ټاکل شوې سبا د افغانستان او هالند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو نړیوالو یو ورځنیو لوبو وروستۍ لوبه هم وشي.

د افغانستان او هالنډ ترمنځ لومړۍ لوبه افغانستان په ۳۶ منډو او دویمه یې د ۴۸ منډو په توپیر ګټلې دي.

د افغانستان کرکټ بورد اداره وايي، د هالنډ او افغان لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ لوبه به سبا سه شنبه د دوحې په ایشین ټاون کرکټ لوبغالي کې وشي.

د افغانستان او هالنډ ترمنځ لوبې د ۲۰۲۳ کال نړۍ جام ته وال د سوپرلیګ سیالیو برخه دي چې د دې لیګ مخکښې لوبډلې به وکولای شي، په نړیوال جام کې ولوبېږي.

افغانستان تراوسه په سوپرلیګ سیالیو کې پنځه لوبې کړې دي او پنځه واړه یې ګټلې دي.