نن په اوسلو کې د طالبانو په ګډون د ناستو دویمه ورځ ده

طالب پلاوی

نن د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د طالبانو په ګډون د ناستو دویمه ورځ ده.

طالبانو ویلي چې پرون یې له یو شمېر بهر مېشتو افغان فعالانو سره رغنده خبرې وکړې.

اخوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ او د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري له خپلو همکارانو سره اوسلو کې دي.

دوی او اروپايي استازي به نن او سبا له طالبانو سره غونډې ولري.

طالبان وایي له امریکايي او اروپايي ډیپلوماټانو سره به د کنګل شویو پیسو د خلاصون او مرستو په اړه وغږیږي.

د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پرون ویلي چې له طالبانو سره به د خپلو اندېښنو او د با ثباته، ټولشموله او د حقونو احترام لرونکي افغانستان په اړه د پرانېستو سترګو ډیپلوماسي مخته وړي.