کرکټ؛ افغان لوبډلې هالنډ ته دوه ځلې سر په سر ماتې ورکړې

د کرکټ افغانه لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د نیډرلنډ/هالند ټیم دوه واره سر په سر وګاټه او د نړیوال جام د لارې موندنې لپاره یې شل امتیازه ترلاسه کړل.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:" د کرکټ ملي ټیم نیډرلنډ ته د دوو پرله پسې ماتې ورکولو سره د دې لوبو جام وګاټه. دا لوبې خورا مهمې دي ځکه له همدې لوبو ټیمونه کولای شي نیغ په نیغه نړیوال جام ته لار پیدا کړي. له نیدرلنډ سره د افغانستان د ملي ټيم راتلونکې او وروستۍ لوبه د جنورۍ په ۲۵ مه سه شنبه ترسره کېږي."

د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام د لارې موندنې امتیازي لوبې د افغانستان او هالنډ تر منځ د قطر په پلازمېنې دوحې کې روانې دي.

د یکشنبې په لوبه کې افغانستان د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۳۷ منډې وکړې او سیال ټيم یې په ۱۸۹ منډو اوټ کړ.

د افغانستان لپاره په دې لوبه کې رحمن الله ګربز سلیزه ووهله، کپټان حشمت الله شهیدي پنځوس منډې وکړې او په بالنګ کې مجیب الرحمن ۴ وېکټې واخیستې.