امریکا هغه بېړۍ نیولې چې له ایرانه یې "چاودېدونکي اومه مواد" لېږدول

ایراني نظامي کښتۍ

د امریکا سمندري ځواکونو یوه بېړۍ نیولې چې له ایرانه یې"چاودېدونکي اومه مواد" لېږدول.

سمندري ځواکونو پرون اعلان وکړ چې د عمان په خلیج کې یې دا کښتۍ له څلوېښت ټنه کیمیاوي سرې سره نیولې.

دغو ځواکونو زیاته چې له دې سرې نه د چاودیدونکو توکو په جوړولو کې کار اخیستل کېدای شي.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي چې دې کښتۍ له ایرانه حرکت کړی و او په هغه لوري روانه وه چې مخکې د یمن حوثي یاغیانو ته وسلې وړل کېدې.

ایرانی چارواکو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.


امریکا، اسراییل او ځینو عربي هېوادونو ایران تورن کړی چې په عراق، سوریې او یمن کې خپلې نیابتي جنګي ډلې تمویلوي.