قرغزستان پر تحقیقاتي خبریال بولوت تیموروف د مخدره موادو د لرلو تور ولګاوه

د قرغزستان پولیس

د قرغزستان چارواکو پر پېژندل شوي تحقیقاتي خبریال بولوت تیموروف د غیرقانوني مخدره موادو د لرلو تور ولګاوه.

تر دې څو ساعته مخکې امنیتي ځواکونو د دغه خبریال دفتر تالاشي کړ چې د تیموروف په وینا په دې وخت کې امنیتي ځواکونو د ده جېب ته غیرقانوني مخدره مواد واچول.

پر بولوت تیموروف دغه تور نن داسې مهال ولګول شو چې ده د یوه زورور سیاستوال د کار و بارونو په اړه یوه څېړنه خپره کړه.

دغه خبریال پرون ناوخته د ده پر دفتر د پولیسو تر چاپې وروسته ونیول شو، خو د کورنیو چارو وزارت له ودانۍ دباندې تر اعتراضونو وروسته خوشې کړای شو.

د اعتراضونو پر مهال خبریالانو، د بشري حقونو او نورو فعالانو د دغه خبریال د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي تیموروف او د هغه همکار نظروف د غیرقانوني مخدره موادو د لرلو په تور نیول شوي دي.