امریکا: په عمان خلیج کې مو د کیمیاوي سرې د لېږد کښتۍ ضبط کړي

ارشیف؛ عمان خلیج

د امریکا د متحدو ایالاتونو سمندري ځواکونو نن وویل، په عمان خلیج کې یې هغه کښتۍ ضبط کړې چې کیمیاوي سره یې لېږدوله.

د دغو ځواکونو په خبره، له دې سرې د منفجره موادو په جوړولو کې هم کار اخیستل کېږي او کښتۍ له ایرانه پر هغه لار روانه وه چې مخکې ترې د یمن حوثي یاغیانو ته وسلې قاچاق شوي دي.

د امریکا سمندري ځواکونو وویل، تېره سه شنبه یې د عمان خلیج په نړیوالو اوبو کې هغه کښتۍ ضبط او تالاشي کړې چې تېرکال د یمن ساحلي ساتونکو ته د زرګونو میله وسلې د لېږد پر مهال نیول شوې وه.

په بحرین کې دېره د امریکا سمندري ځواکونو وویل، د امریکا د ګزمې یوې کښتۍ هغه بې نښانه کښتۍ ودروله، چې له ایرانه تېرېده او پر هغه لار روانه وه چې پخوا د یمن حوثي یاغیانو ته د وسلو د لېږد لپاره کارول شوې ده.

د امریکا سمندري ځواکونو ویلي چې د ۲۰۲۱کال په فبرورۍ میاشت کې یې هم د کب نېولو همدغه بې نښانه کښتۍ چې په زرګونو میله وسله، لاسي بمونه، راکټ لانچرونه او نور مهمات یې لېږدول، کشف او ضبط کړې وه.

دا تحول داسې وخت راځي چې سعودي عربستان او امریکا پر ایران تور لګولی چې د یمن حوثي یاغیانو ته د بې پېلوټه الوتکې او میزاییلو د پرزو په ګډون نور پوځي تجهیزات لېږدوي، خو تهران دا تورونه ردوي.