د سالنګ مسؤلین: دا لویه لار له ۳۰ ساعته بندېدو وروسته پرانیستل شوه

د سالنګ لویه لار

د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې مسؤلان وايي، دا لویه لار له ۳۰ ساعته بندېدو وروسته اوس د سپرلیو موټرو ته پرانیستل شوې ده.

د دې ادارې رئیس عبدالله عبید نن سهار ازادي راډیو ته وویل:" دا لویه لار د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه، د اوس لپاره کومه ستونزه نه شته، له ټیلري موټرو پرته لاره ټولو مسافروړونکو او باري وسایطو ته پرانیستې ده."

د سالنګ لویه لار د شدیدې واورې او توپان له کبله دوه شپې وړاندې بنده شوې وه خو په تېرو ۳۰ ساعتونو کې د واورې د پاکولو د عملیاتو او د هوا د بدلېدو له کبله بېرته پرانیستل شوې ده.

تر نن سهاره په جنوبي سالنګ کې باد چلېده خو په دواړو سالنګونو کې اسمان شین دی.