مسؤلین: په وروستیو دوو اوونیو کې ۳۸ تنه په طبیعي پېښو کې مړه شوي

ارشیف؛ سالنګ

د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د دولت وزارت وايي چې په وروستیو دوو اوونیو کې ۳۸ تنه په طبیعي پېښو کې مړه شوي او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

دغه وزارت پرون شنبې وویل چې دا کسان لږترلږه په ۱۰ ولایتونو کې د زلزلې، باران او د واورو د ښویدو په پایله کې مړه شوي یا ټپیان شوي دي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې لپاره د دولت وزارت همداراز ویلي چې د وروستیو طبیعي پېښو له کبله شاوخوا ۸ زره کورونه ویجاړ شوي دي.

د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په بادغیس کې دوو زلزلو شاوخوا ۳۰ تنه مړه او لسګونه نور ژوبل کړل.