وروستیو ورښتونو، سېلابونو او زلزلې افغانستان کې ۳۸ کسان مړه کړي

بادغیس کې یو کور د زلزلې له امله نړیدلی

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په بېلابېلو ولایتونو کې د مرغومي/جدي له ۱۳مې د ورښتونو، سېلابونو او زلزلې له کبله ۳۸ کسان مړه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، محمد نسیم حقاني نن رسنیو ته په لیږلي ویډیويي پیغام کې وویل: "تر اوسه تر لسو په زیاتو ولایتونو کې د زلزلې، توپانونو، ورښتونو او سېلابونو له کبله تر اوسه ۳۸ کسان شهیدان، ۵۴ تنه ټپیان او تر ۸۰۰۰ زیات استوګنځایونه قسمي یا بشپړ تخریب شوي دي. د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا د هر شهید کورنۍ ته ۵۰زره افغانۍ او د ټپیانو کورنۍ ته ۲۵زره افغانۍ ورکړل شوي دي."

ښاغلی حقاني وايي، د بادغیس- هرات لویه لار هم د درنو واورو له کبله تړل شوې چې د پرانیستلو هڅې یې روانې دي.

د طالبانو حکومت خلکو ته خبرداری ورکړی چې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له کبله له ضرورت پرته سفرونه ونه کړي، ځکه په زیاتو ولایتونو کې لویې لارې تړل شوي دي.