ناروې طالبانو ته بلنه ورکړې ده چې پلازمېنې اوسلو ته د یو لړ غونډو لپاره پلاوی ور واستوي.
ټاکل شوې ده چې سبا، بل سبا او سې شنبې په پلازمېنې اوسلو کې د طالبانو له استازیو سره غونډې وشي.
په ناروې کې مېشت د سیاسي چارو کتونکی عیسی ستانکزی وایي چې له طالبانو سره به درې اړخونه غونډې وکړي.
ښاغلی ستانکزی دا خبره د ناروې د رسنیو په استناد کوي.
ازادي راډیو له نوموړي سره مرکه کړې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې واورئ:
Your browser doesn’t support HTML5