په یمن کې د ۷۰ تنو وژنه؛ امریکا دلته د شخړو د کمېدو غوښتنه وکړه

د یمن هغه سیمه چې حوثیانو پرې برید کړی

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د یمن د شخړو د کمېدو غوښتنه وکړه.

انتوني بلېنکن وروسته تردې دا خبره وکړه چې د سعودي په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په یمن کې د حوثي یاغیانو د توقیف یو مرکز په نښه کړ.

د دې برید په ترڅ کې لږ تر لږه اویا تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

انتوني بلېنکن په یوه بیان کې وویل، په جګړه کې زیاتوالی یوازې بشري بحران ژوروي او د یمن د خلکو کړاو پسې زیاتوي.

د سعودي په مشرۍ ایتلافي ځواکونه وایي، حوثیانو ملګروملتونو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته مخکې راپور نه و ورکړی چې دا ځای دې له هوایي بریدونو خوندي وي.

په یمن کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ویاند بشیر عمر وایي، ژغورونکي د یمن په شمال کې د صعده په ښار کې د توقیف په دې مرکز کې لا هم د ژوندي پاتې شوېو لټه کوي.

د ماشومانو د ژغورلو نړیوال سازمان ویلي دي چې په صعده کې د توقیف په دې مرکز کې کډوال ساتل کېدل.

تر دې هوایي برید څو ساعته مخکې د الحدیدة په ښار کې د مخابراتو یو مرکز په نښه شو چې یمن کې له دې حملې سره انټرنیټي خدمات ودرېدل او پلازمېنې صنعا ته څېرمه هم هوایي بریدونه وشول.

دا هوایي بریدونه درې ورځې وروسته تردې وشول چې ایراني پلوه حوثي یاغیانو د متحد عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو برید وکړ چې یو شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.