بلېنکن او لاوروف د ایران د اټمي موافقې د راژوندي کولو په هدف وغږېدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن "چپ" له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي چې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په پرونۍ (جمعه-د سلواغې ۱)کتنه کې یې د ایران د اټمي موافقې د را ژوندي کولو په هدف پر نړیوالو هڅو خبرې وکړې.

بلېنکن پرون په جنیوا کې له لاوروف سره تر کتنې وروسته رسنیو ته وویل، د دې موافقې د احیا لپاره ډپلوماتیکې هڅې هغه مثال دی چې ښيي واشنګټن او مسکو کولی شي پر امنیتي مسایلو په ګډه کار وکړي.

له دې مخکې ځینو لویدیځو هېوادونو اندېښنې ښودلې وې چې وخت رالنډېږي خو له ایران سره موافقه نه ده ترلاسه شوې.

اروپايي هېوادونو تراوسه له ایران سره په څو پړاوونو کې خبرې کړي، څو له ۶ پیاوړو قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقه راژوندۍ کړي، خو دې مذاکراتو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې.

د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې موافقې ووت او پر ایران یې نور بندیزونه ولګول.