د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې عالیه عزیزي خوشې کړي

عالیه عزیزي

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو د عالیې عزیزي په نوم د نیول شوې پخوانۍ چارواکې د بې قېد او شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

عالیه عزیزي چې په تېر حکومت کې د هرات د ښځینه زندان مشره وه، د ۲۰۲۱م زیږديز کال د اکتوبر میاشتې پر دوهمه نېټه کار ته پر لار ونیول شوه.

د بښنې نړیوال سازمان نن جمعه په یوه اعلامیه کې د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې ژر تر ژره د عالیې عزیزي د نیول کېدو موضوع وڅېړي.

دغه سازمان له طالبانو وغوښتل چې مېرمن عزیزي ژر تر ژره به کوم شرط پرته له توقیفه خوشې کړي.

د طالبانو حکومت نه ده منلې چې مېرمن عزیزي دې د دوی له خوا نیول شوي وي.

تردې مخکې په کابل کې ځینو ښځو د اعتراضیه غونډو پر مهال هم د عالیې عزیزي د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

د عالیې عزیزي ورور، بشیر عارفي ازادي راډیو ته ویلي چې خور یې له ۱۴ کلونو راهیسې د پولیسو په بېلابېلو څانګو کې کار کړی دی.