ګوترېش: په کار نه ده افغانان د طالبانو د غلطو کړنو له کبله مجازات شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د لوږې له کبله د مړینو د خطر د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ.

انتونیو ګوترېش پرون پنجشنبه د دې سازمان د سرمنشي په توګه د خپلې دوهمې دورې د پیل په مناسبت له اسوشېټېډ پریس اژانس ته په مرکه کې وویل، په کار نه ده افغانان د طالبانو د غلطو کړنو له کبله په ډله ییز ډول مجازات شي.

د ګوترېش په خبره دا ډېره مهمه ده چې له افغانستان سره بشري مرستې لا زیاتې شي، ځکه افغانان په داسې وضعیت کې دي چې د لوږې له کبله یې ژوند ته د مرګ خطر پېښ دی.

انتونيو ګوترېش په خپلو خبرو کې وویل، د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته سخته اړتیا لري او په کار ده چې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره له دغه هېواد سره د نغدو پیسو مرستې وشي.

وروسته له هغې چې طالبانو د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر کابل هم ولکه ټینګه کړه، په افغانستان کې د بشري بحران د پراخېدو په اړه بېلابېلو سازمانونو خبرداری ورکړی دی.