یونېسف ادارې خوست کې پر  بې وزلو او یتیمو ماشومانو مرستې وویشلې

د یونېسف له لوري شوې مرسته

په خوست کې پر۴۰۰ یتیمو، بې وزله او هغو ماشومانو باندې چې د کورنۍ سرپرستي يې ښځې او ماشومان پر غاړه لري، د ۹ قلمه بېلابېلو ژمنیو توکو مرسته ووېشل شوه.

یادې مرستې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونېسف په مالي لګښت برابرې شوې وې.

د جنوري په ۲۰مه د ودان موسسې یو تن مسوول عبدالمتین خېبر ازادي راډیو ته وویل، په دې بکسونو کې هر ماشوم لپاره موزې، جرابې، پتلون، بنینونه، زیردریشۍ، د غاړې دستمالونه، خولۍ، جمپرونه او نور ژمني توکي په کې دي.

عبدالمتین خېبر زیاته کړه: "موږ د څلور سوه بې وزله، بې سرپرسته، یتیمو، د داخلي بې ځایه شوېو کورنیو، یا هغه کورنۍ چې مشري يې ښځې یا ماشومان پر غاړه لري، یا هغه ماشومان چې د کورنۍ د نفقې مسوولیت لري، یا شاقه کارونه کوي، د هغوی لپاره د ۴ سوه کېټونو یا بکسونو د ژمني لباس برنامه ده چې په دې کې هر کس ته یو کېټ یا بکس ورکول کېږي."

بل لوري ته هغو ماشومانو چې یاد ژمني توکي يې ترلاسه کړل، خوښي څرګندوله او د ورته نورو مرستو غوښتنه يې درلوده.

د یونېسف له خوا د برابره شوې مرستې یوه برخه بې وزلو او غریبو کورنیو ماشومانو ته هم وکړل شوه.

د یو شمېر نړیوالو بنسټونو له خوا داسې مهال په افغانستان کې د مرستو وېشل پیل شوي چې ملګرو ملتونو اټکل کړی، په روان ژمي کې ۲۳ میلیونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې اکثره يې له سختې لوږې سره مخامخ دي.