۴بېلاروسي چارواکي د راین ایر الوتکې د اجباري ناستې په توطیې تورن شول

د راین ایر یوه الوتکه

د امریکا د متحدو ایالاتونو عدلیې وزارت د بېلاروس څلور حکومتي چارواکي په ۲۰۲۱م زیږدیز کال د یوه مخالف خبریال د نیولو لپاره په مېنسک کې د راین ایر هوايي شرکت د یوې الوتکې د اجباري ناستې په توطیه تورن کړل.

په تورنو کسانو کې دوه د بېلاروس د هوایي چلند د ادارې او دوه نور هم د بېلاروس د دولتي امنیت د خدماتو افسران دي.

د بېلاروس دغه څلور چارواکي تورن دي چې د دوی د سازش په پایله کې د بېلاروس امنیتي ادارو یو مخالف خبریال ونیوه.

پرون د نیویارک په فدرالي محکمه کې په ثبت شوي اتهام­لیک کې څارنوالانو وویل چې دغو بېلاروسي چارواکو د بمي چاودنې جعلي خبرداری ورکړی و او یوه مسافر وړونکې الوتکه یې د تېرکال د مې میاشتې پر ۲۳ مه د مېنسک هوايي ډګر کې جبري ناستې ته مجبوره کړه.

دې الوتکې د بېلاروس پر فضا له یونانه د لیتوانیا په خوا یو عادي پرواز درلود.

د څارنوالانو په وینا، د توطیې هدف د بېلاروسي ژورنالېست او د اپوزیسیون د فعال رامان پر تاسوویچ نیول وو چې د مېنسک پر هوایي ډګر د خپلې ملګرې سوفیا ساپګا سره نیول شوی و.