تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرکټ لوبغاړو خپله سیالي پاکستان ته وبایلله

افغان کرکټ لوبډله

تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرکټ لوبغاړو پرون د دې کټکورۍ د یو- ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې خپله دوهمه سیالي پاکستان ته وبایلله.

لوبه پاکستان پیل کړه، په ۵۰ اوورونو کې یې ۲۳۹ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۴۰ منډو هدف ورکړ.

افغان لوبډلې پنځوس اوورونه پوره کړل او د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۱۵ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې د دې لوبو په لړۍ کې د سې شنبې په ورځ پاپوا نیوګیني ته د ۱۳۵ منډو په توپیرماتې ورکړه او درېیمه لوبه به یې سبا له زیمبابوې سره وي.

د یو ورځنیو لوبو دا نړیوال جام په ویسټ انډیز کې د جنوري په څوارلسمه پیل شو او د فبروري تر پنځمې دوام کوي.