د جرمني پولیسو ۹تنه غیرقانوني افغان کډوال نیولي دي

جرمني پولیس

د جرمني پولیسو هغه ۹تنه افغان ځوانان نیولي دي چې په یوه لارۍ کې په غیرقانوني ډول دې هېواد ته ننوتي وو.

د جرمني د شتوتګارت ښار پولیسو په یو بیان کې وايي، د لارې ډرېور د چهارشنبې په ورځ هغه مهال چې د لویې لارې په اوږدو کې په یوه دمه ځای کې درېدلی او د دې کسانو غږ یې اورېدلی، د جنوبي ښار وورتهایم پولیسو ته یې خبر ورکړ.

پولیس وايي، له ټرکه یې ټول نهه افغانان چې عمرونه یې د ۱۲- ۱۶ کلونو ترمنځ دي او ټول پناه غوښتونکي وو، روغ رمټ وموندل.

د راپورونو له مخې دا ځوانان په شتوتګارت ښار کې د تنکیو ځوانانو د ساتنې یو مرکز ته بوول شوي دي.

د لارۍ چلوونکی چې د رومانیا، هنګري او اتریش له لارو جرمني ته ننوتی و، په کوم جرم نه دی تورن شوی.