ترکیه: ۷۰۰ ټنه خوراکي مواد، جامې او درمل به افغانستان ته ولېږو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون چهارشنبه (د مرغومي ۲۹مه) اعلان وکړ چې هېواد یې افغانستان ته بشري مرسته استوي.

اردوغان چې په انقره کې د کابینې په غونډه کې خبرې کولې وویل، په یوه رېلګاډي کې به ۷۰۰ ټنه خوراکي مواد، جامې او درمل افغانستان ته ولېږي.

تېره اوونۍ ملګروملتو په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د څلور ملیارده او څلور سوه ملیون ډالره بسپنې غوښتنه وکړه.