بایډن وایي، د ده په باور روسیه ښایي پر اوکراین برید وکړي

د روسیې او اوکراین ګډ بیرغونه

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، د ده په باور روسیه ښایي پر اوکراین برید وکړي خو د ده په خبره روسي ساري یې ولادیمیر پوتین تراوسه د دغه برید په اړه پرېکړه نه ده کړې.

بایډن چې پرون یې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه د دندې د یوه کال د پوره کېدو په لومړني خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې، دغه راز څرګنده کړه چې که روسیه دغه برید وکړي نو له سختو اقتصادي پایلو سره به مخامخ شي.

بایډن زیاته کړه، پر اوکراین برید به د روسیې لپاره یو ناورین وي چې مسکو ته به ډېر ځاني، اقتصادي او سیاسي زیانونه واړوي.

د لویډیځ او روسیې ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې روسیې شااوخوا سل زره پوځیان له اوکراین پولې سره ځای پرځای کړل.

مسکو پر اوکراین د برید احتمال رد کړی، خو کیف د روسیې پر وړاندې له لویدیځه د وسلو د مرستې غوښتنه کړې ده.

په دې ترڅ کې د بریتانیا مرستې د تېرې شنبې په ورځ کیف ته ورسېدې.

روسیې په ۲۰۱۴ کال د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه جلا او له خپلې خاورې سره ملحق کړه.