د روسیې ولسمشر له خپل ایراني ساري سره په مسکو کې ولیدل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ایراني ساري ابراهیم رييسي سره

په داسې حال کې چې د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د تاریخي اټمي موافقې د احیا لپاره خبرې روانې دي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون چهارشنبې(دمرغومي ۲۹مه) له خپل ایراني ساري ابراهیم رييسي سره په مسکو کې ولیدل.

محافظه کار ملا ابراهیم رييسي چې تېر کال د ایران ولسمشر شو، ویلي چې د دوو راتلونکو لسیزو لپاره د دوو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکې همکارۍ د اسنادو طرحه یې مسکو ته وړاندې کړې ده.

ريیسې ویلي چې ایران له روسیې سره د اړیکو د پراختیا لپاره هېڅ محدودیت نه لري.

پوتین د سوریې د بحران په شمول په نړیوالو مسالو کې د دوو هېوادونو د همکارۍ هرکلی وکړ.

مسکو او تهران په خپل منځ کې غښتلې سیاسي، اقتصادي او پوځي اړیکې لري او د سوریې په کورنۍ جګړې کې د بشار الاسد کلک متحدان دي.