د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس وایي،کرونا وبا د نړۍ په هېڅ ځای کې هم پای ته نږدې شوي نه ده.
نوموړي دا څرګندونې پرون په جینوا کې د ډبلیو اېچ او په مرکز کې خبریالانو ته وکړې.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د کرونا د نوې بڼې اومیکرون پېښې په بیړه د خپرېدو په حال کې دي او پرې د اخته کسانو شمېر بې ساری ښودل شوی دی.
ګبریسوس ویلي، اومیکرون د بستري کېدو او مړینې لامل کېدلی شي.