په یمن کې د عربستان په مشرۍ ایتلاف په هوایي بریدونو کې ۲۰ تنه وژل شوي 

ارشیف؛ د سعودي برید

د یمن په مرکز صنعا کې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په هوایي بریدونو کې د ملکیانو په ګډون نږدې ۲۰ تنه وژل شوي دي.

دغه ایتلاف په یمن کې د حوثي وسله والې ډلې پر ضد جنګیږي.

د شلو تنو د وژلو خبره یوه جنرال، د حوثیانو اړوند یوې رسنۍ ، روغتیایي کارکوونکو او ځایي اوسیدونکو کړې ده.

حوثي وسله والو له دې وړاندې پر متحده عربي اماراتو چې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف غړي دي، د توغندیو او بې پيلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.