باشلې: امنیت شورا دې افغانستان کې د بشري حقونو سرغړوونکو سره حساب وکړي

د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنره میشل باشلې

د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنره د دې سازمان له امنیت شورا غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له سرغړوونکو- په تېره له هغو کسانو سره چې د ښځو او ماشومانو حقوق تر پښو لاندې کوي، حساب کتاب وکړي.

میشل باشلې Michelle Bachelet دا څرګندونې پرون سې شنبه (د مرغومي ۲۸مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغې ځانګړې غونډې ته وکړې چې د ناروې په بلنه د ښځو پر وړاندې د تشدد په اړه د بحث لپاره جوړه شوې وه.

هغې یادونه وکړه چې د ښځو او نجونو بنسټیزو حقونو ته نه پاملرنې، د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان اړولی، په داسې حال کې چې دا هېواد له یوه بې ساري بشري بحران سره لاس ګرېوان دی.

مېرمن باشلې زیاته کړه چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بشري حقونو فعالانې، ژورنالېستانې، مدافع وکیلانې او قاضیانې له پرله پسې ګواښونو وروسته یا له هېواده وتلو ته اړې شوي دي او یا پټې ګرځي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لویې کمېشنرې له امنیت شورا وغوښتل چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د سمون د دفتر یا یوناما په تشکیل کې د بشري حقونو یوه ځواکمنه څانګه رامنځته کړي.