پاکستاني طالبانو د دې هېواد پر پولیسو د خونړیو حملو مسؤلیت اخیستی

ارشیف؛ پاکستان

پاکستاني طالبانو د دې هېواد پر پولیسو د څو خونړیو حملو مسؤلیت اخیستی.

د تحریک طالبان د ډلې وسله والو په پلازمېنه اسلام اباد، د خیبرپښتونخوا ایالت په دیراو شمالي وزیرستان سیمو کې پرپولیسو د حملو او نښتو په ترڅ کې ۳ پولیس وژلي دي.

په دغو حملو کې د دغې ډلې ۳ حمله کوونکي هم وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا د پاکستان د تحریک طالبان ډلې دوو وسله والو چې په موټرسایکل سپاره وو د دوشنبې په شپه د اسلام اباد په مرکزي برخه کې د پولیسو د تلاشۍ پر پوستې ډزې وکړې.

په دغه پېښه کې یو پولیس افسر او دواړه حمله کوونکي وژل شوي او دوه نور پولیس افسران ټپیان شوي دي.

د خیبرپښتونخوا ایالت په دیراو شمالي وزیرستان سیمو کې د پاکستاني طالبانو د دوشنبې د ورځې په بریدونو کې د دوه پولیسو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د تحریک طالبان پاکستان د ډلې ویاند محمد خراساني په یوه ټویټ کې د دغو حملو د مسؤلیت اخیستو ترڅنګ په باجوړ سیمه کې په برید کې د خپل یوه وسله وال د وژل کېدو خبره تائید کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ احمد رشید په اسلام اباد کې پر پولیسو له حملې وروسته په پلازمېنه کې د نورو حملو خبرداری ورکړی دی.

پاکستاني طالبانو له هغې راهیسې چې د تېرکال په ډسمبر کې یې له حکومت سره موقت یو میاشتنۍ اوربند پای ته ورسېد، د پاکستان پر پوځ او پولیسو حملې زیاتې کړي دي.