طالبان:هرات کې یو موټر چلوونکی وژل شوی خو درمل پلورونکی 'سهواً' لګېدلی

د افغانستان په نقشه کې د هرات ولایت

په هرات کې د طالبانو د حکومت یو چارواکی د یوه موټر چلونکي چې د هغه په وینا د درېدو امر ته یې پاملرنه نه وه کړې او غوښتل یې خپل موټر پر طالب ساتونکو ور ولي، د وژلو خبرې ورکوي.

په هرات کې د طالبانو د استخباراتو د ادارې ویاند ثابت هروي ازادي راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې چې تېر ماښام د هرات په جبرییل سیمه کې رامنځته شوه، د طالب ساتونکو په ډزو یو درمل پلورونکی هم سهواً وژل شوی دی.

هروي زیاته کړه: "مجاهدین د تلاشۍ پر ځای کې ولاړ و چې یو سراچه ډوله موټر راځي او له تلاشۍ سره نه دریږي. ډریور یې ان غوښتل چې پر خپل موټر مجاهدین له لارې لېرې کړي. مجاهدین پر هغه ډزې کوي، د سراچه موټر چلونکي وژل کېږي او په هغو مرمیو کې چې په یوه درمل پلورنځي لګېږي، په خواشینۍ سره په داخل کې یې یو درمل پلورنکی هم وژل کېږي."

ښاغلي هروي د وژل شوېو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې تېره اوونۍ د کابل په لویدیځ کې هم ورته یوه پېښه رامنځته شوې وه.

د زینب په نوم د دې پېښې د قرباني خور فاطمه ویلي، که څه هم اوښي د طالبانو امر پر ځای کړی او له تلاشۍ سره یې موټر درولی و، خو وروسته چې حرکت کې طالبان پرې ډزې کوي او خور یې وژله کېږي.

خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق ازادي راډیو ته په یوه استولي پیغام کې د دغۍ کورنۍ دغه ادعا رد کړې ده.