اسلام اباد کې نښتې؛ د پاکستاني پولیسو یو افسر وژل شوی او ۲ ټپیان شوي

ارشیف، د اسلام اباد یوه څنډه

چارواکي د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستاني طالبانو او پولیسو ترمنځ په نښتو کې د پولیسو د یوه افسر د وژلو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

دا په پلازمېنه اسلام اباد کې چې کلک امنیتي تدابیر په کې نیول شوې، یوه نادره حمله ده.

د پولیسو په وینا د پاکستان د تحریک طالبان ډلې دوو وسله والو چې په موټر سایکل سپاره و، د دوشنبې په شپه د اسلام اباد په مرکزي برخه کې د پولیسو د تلاشۍ پر پوستې ډزې وکړي. په دغه پېښه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د تحریک طالبان ډلې هم په یوه بیان کې د دغې پېښې مسوليت اخیستی دی.

پاکستاني طالبانو له هغې راهیسې چې د تېرکال په ډسمبر کې یې له حکومت سره موقت اوربند پای ته ورسېد، د پاکستان پر پوځ او پولیسو حملې زیاتې کړي دي.