د کریملن سرسخت منتقد ناوالني: رښتیني خلک دې په وېره کې ژوند نه کوي

د کریملن سرسخت منتقد الکسي ناوالني

د کریملن سرسخت منتقد الکسي ناوالني وایي، له زنداني کېدو یې یو کال تیریږي خو په دې هېڅ پښیمانه نه دی او له خپلو پلویانو غواړي چې له هېڅ شي ونه ډار شي.

ناوالني پرون په خپل انسټاګرام پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې نه غواړي هغه خلک چې د ده خبره صادق دي، په ویره کې ژوند وکړي. هغه له خپلې مېرمنې سره د زندان په جامو کې یو تصویر هم ایښی دی.

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنیشنل د ناوالني د نیول کېدو د یو کال په پوره کېدو سره له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د هغه د خوشې کېدو لپاره خپل غږ اوچت کړي.

الکسي ناوالني د ۲۰۲۰ کال په اګسټ میاشت کې له مسموم کېدو وروسته په جرمني کې له درملنې وروسته د تېرکال د جنوري په اولسمه بېرته روسیې ته ستون شو چې د مسکو هوایي ډګر له رسېدو سره ونیول شو.