ملګري ملتونه: طالبان د مېرمنو ضد تاوتریخوالی او تبعیض رسماً په یوه دود بدلوي

لاریون

د ملګروملتونو د بشري حقونو د څارونکو یوه ډله وايي چې طالب مشران د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پربنسټ د پراخې کچې تاوتریخوالی او تبعیض رسماً په یوه دود بدلوي.

دې شنونکو په خپل راپور کې چې نن دوشنبې(د مرغومې په ۲۷مه) خپور شو ویلي دي" د طالبانو دا پالېسي د جنسیت پر بنسټ او د زیان رسوونکو اقداماتو په وسیله د ښځو او نجونو پر وړاندې د ډله ییز مجازات په معنا ده."

د ملګروملتونو د څارونکو ډله وايي چې په افغانستان کې په سیستماتیک او دوامدار ډول له ټولنیز، اقتصادي او سیاسي محیطه د ښځو د څنډې ته کولو د هڅو له کبله اندېښمن دي.

دا څارونکي د کم عمر او جبري ودونو په هدف د افغان ښځو پر وړاندې د انساني قاچاق د خطرونو یادونه هم کوي او وايي چې په افغانستان کې هغه بنسټونه او میکانیزمونه له منځه تللي دي چې پخوا د ښځو د خونديتوب او له هغوی سره د مرستې لپاره رامنځ ته شوي وو.

د ملګروملتونو کارپوهانو، له هغه مهاله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر واک ولکه ټینګه کړه په دې اړه خبرداری ورکړی و.

طالبانو د دې راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.