په بدخشان کې په یوې ترافیکي پېښه کې ۴ کسان مړه شوي

ارشیف؛ د کابل-جلال اباد لویه لار

په بدخشان ولایت کې په یوې ترافیکي پېښه کې څلور کسان مړه او درې نور تپيان شوي دي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه بیان کې وايي، پېښه نن سهار د شهر بزرګ ولسوالۍ په کره نومې سیمه کې د یوه کورولا ډوله موټر د اوښتو له کبله وشوه.

په بیان کې د پېښې علت د سړک خرابي بلل شوې.

د یوه بل خبر له مخې په بلخ ولایت کې نن په یوه ترافیکي پېښه کې نهه کسان ټپیان شول.

د بلخ امنیه قومانداني وايي چې پېښه د مزار- شبرغان د لویې لارې په اوږدو کې د ډرېوانو د بې احتیاطۍ له کبله شوې ده.