طالبان وایي د نشه یي موادو پر وړاندې د مبارزې قضایي مرکز نه دی تړل شوی

ارشیف؛ طالبان روږدي کسان ټولوي

طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د نشه یي موادو په وړاندې د مبارزې لپاره عدلي او قضايي مرکز تړل شوی دی.

د طالبانو یوه مرستیال ویاند احمد اله وثیق پرون ناوخته په ټویټر کې لیکلي، د دغه مرکز د تړل کېدو راپورونه واقعیت نه لري.

هغه په خبره د لویې څارنوالۍ سرپرست او مالي او اداري مرستیال مولوي شاه محمد شاهد خلکو ته ډاډ ورکړی چې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې لپاره عدلي او قضايي مرکز فعال دی او سرپرست هم ورته ټاکل شوی دی.

تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې طالبانو دغه مرکز منحل کړی دی.

دغه مرکز په ۱۳۸۴ کال کې د مخدره موادو اړوندو دوسیو د څېړنې او ښکېلو کسانو د محاکمې په هدف ایجاد شوی دی.