د یوې هندۍ پړانګې مړینې ګڼ خلک خواشیني کړي دي.
د هند د مَدیا پرادېش ایالت وزیر نَروتام میشرا پرون په خپل ټوېټر باندې د (کولاروالې پړانګې) د مړینې خبر ورکړی او خواشینی یې ښودلې.
دغه هندي چارواکي ویلي چې دې پړانګې شپاړس کاله عمر وکړ او ۲۹ بچیان یې راوړل.