راپورونه: سږکال په کندهار کې ۷۵ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي

په کندهار کې خوارځواکی ماشوم

د راپورونو له مخې د سږکال له پیله په کندهار ولایت کې ۷۵ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

سیمه ییزو رسنیو د کندهار د میرویس روغتون د چارواکو له خولې ویلي چې تر دې مهاله ۱۹۵۰ خوارځواکي ماشومان روغتون ته ور وړل شوي چې ۷۵ یې مړه شوي دي.

د ماشومانو د خوندیتوب موسسې سیف دې چلدرن تېره اوونۍ په یوه نوي راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ په ماشومانو کې ۷۰۰ زره نور ناروغان زیات شوي چې په دې سره په هېواد کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر یو لک کم څلور میلیونو ته رسېدلی دی.

سیف دې چلدرن ویلي و چې که سمدستي مرسته ونه شي نو یو میلیون ماشومان د مرګ له خطر سره مخامخ دي.