کابل کې چاودنه شوې، یو ماشوم یې وژلی دی

ارشیف

په کابل کې یوې چاودنې یو ماشوم وژلی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، دا چاودنه نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې اړوند بتخاک څلور لاري سره نږدې شوې ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند عقیل جان عزام رسنیو ته په استولي پیغام کې دا پېښه تاييد کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه یې څېړنې روانې دي.

د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.