جوزجان کې د ښځنیه سوداګرو فعالیتونه بیا پیل شوي

آرشیف- په جوزجان کې ځینې سوداګرې مېرمنې

د جوزجان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په دې ولایت کې د ښځنیه سوداګرو د فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکوي.

د جوزجان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر معلم تورخي نن ازادي راډيو ته وویل، له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته د ښځینه سوداګرو کارونه په ټپه درېدلي وو، خو له تېرو دوو میاشتو راهیسې دا فعالیتونه بیا پیل شوي چې اوس د دې سوداګرو تولیدات او محصولات د جوزجان او نورو ولایتونو په بازارونو کې پلورل کیږي.

ښاغلی تورخی وايي، له ۱۵۰ ډېرې مېرمنې په ۱۹ بېلابېلو ټولنو کې سوداګریز فعالېتونه کوي او لسګونه نورې ښځې په انفرادي ډول په تولیدي کارونو لکه خیاطي، غالۍ اوبدل، د خوراکو توکو برابرول او لاسي صنایع په برخو کې په کار مصروفې دي.

نوموړی زیاتوي، د سوداګرۍ او پانګونې خونه هڅه کوي چې د جوزجان ولایت د ښځینه سوداګرو د تولیداتو لپاره په هېواد کې دننه او بهر بازار موندنه وکړي.