په کندز ولایت کې په روان کال کې ۳۰ ټُنه شات تولید شوي او دغه راز په دغه ولایت کې د شاتو مچیو د پالنې او روزنې کار او بار هم د ودې په حال کې دی.
د دې ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ د ریاست طالب چارواکي وايي، دې ولایت کې څه باندې ۴۰۰ د شاتو مچیو فارمونه موجود دي او سلګونو کسانو ته په کې د کار زمېنه هم برابره شوې ده.
د دغې ادارې رئیس مولوي امان الله حسن ازادي راډيو ته وویل: "روان کال کې د کندز ولایت په کچه ۳۰ زره کیلو شات تولید شوي، مجموعاً ۳۰ ټُنه کېږي. وخت نا وخت زموږ مسلکي کار کوونکي د مچیو فارمونو ته ځي او هلته د فارم لرونکو ستونزې اوري او د هوارېدو په برخه کې ورسره مرسته کوي."
د ښاغلي حسن په خبره، دغه ولایت کې د شاتو د بازار موندنې په خاطر د شاتو مچیو درې کوپراټیفونه جوړ شوي او فعالیت کوي.
هاخوا د شاتو مچیو یو شمېر روزنکي وايي، د کندز ولایت اب و هوا د شاتو مچیو پالنې ته مناسب ده او په همدې دلیل په دې ولایت کې د شاتو مچیو صنعت هم د ودې او پراختیا په حالت کې ده.
دوی که څه هم د شاتو له تولید څخه راضي دي، خو د بازار له نشتوالي شکایت کوي.