طالبان: د نوي لمریزکال په پیل کې به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي

ارشیف، هرات کې د نجونو یو ښوونځی

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، هیله لري چې د نوي لمریزکال په پیل کې به په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

ذبیح الله مجاهد له اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو حکومت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی: "په ډېرو سیمو کې په پورته ټولګیو کې د نجونو زده کړې دوام لري، خو په ځینو سیمو کې د اقتصادي ستونزو او یا د لایحو له کبله چې باید عملي شي، ښوونځي بند دي. موږ په هغو سیمو کې چې ګڼه ګوڼه زیاته ده، کار ته اړتیا لرو."

مجاهد همدا راز ویلي چې افغانستان په اوس وخت کې د بشري ځواک له کموالي سره مخامخ نه دی.

د نجونو د زده کړو او کار اجازه د طالبانو له حکومت سره د تعامل لپاره د نړیوالې ټولنې یوه اساسي غوښتنه ګڼل کېږي.

د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان په اکثرو سیمو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخې شوي دي.