د بښنې سازمان : طالبانو د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخېست

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د بښنې نړیوال سازمان وايي، طالبانو پرون شنبه (د مرغومي ۲۵مه) د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار واخېست.

د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي په ټویټر لیکلي چې طالبانو پرون د هغو ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي کار واخیست چې مظاهرو ته وتلې وې.

د "افغان ښځو د یووالي او پیوستون غورځنګ" مشرې زهرا محمدي پرون ماښام (شنبه، د جنوري ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل: "پرونۍ مظاهره د هرات د ښځینه و د زندان د مدیرې عالیې د خوشې کولو په خاطر پلان شوې وه چې له څلورو میاشتو راهیسې لادرکه ده او موږ شکي یو چې طالبانو به زنداني کړې وي او هم د زینب لپاره د عدالت په خاطر راوتلي یو چې د طالبانو له خوا ویشتل شوې ده."

د اغلې محمدي په خبره، پرون شااوخوا ۷۰ تنو ښځینه فعالانو غوښتل چې کابل ښار کې مظاهرې ته ووځي، خو د طالبانو له خوا پرېنه ښودل شوې او خورې ورې شوې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.