راپورونه: افغانستان ته د پاکستان صادرات ۲۵ سلنه کم شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ځینو راپورونو له مخې، د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان ته د پاکستان صادرات په سلو کې ۲۵ کم شوي دي.

د ننګرهار د سوداګرو د ملي اتحادیې مشر او د دغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي زلمي عظیمي ازادي راډیو ته د سوداګرۍ د کمښت یو لامل دا یاد کړ: "پخوا به کلدارې د صرافانو له طریقه د سوداګرو حسابونو ته لېږل کېدې او هغوی به زموږ مالونه رالېږل. خو اوس حوالې بندې شوي، پيسې مو استولي مګر مالونه مو پاکستان کې ایسار دي، ځکه پاکستان د پیسو له نړیوال صندوقه ډېر پوروړی دی او ټوله سوداګري یې په هماغه پورې تړلې. موږ هم ډېرو ستونزو سره مخ یو."

په تورخم کې د پاکستان د ګمرک یوه چارواکي چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله وویل، پر ځینو صادراتو بندیز هم افغانستان ته د پاکستان د صادراتو په کمولو کې رول لوبولی دی.